د بادغیس ولایت ځایي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۲زره ډالرو په ارزښت د توبرکلوز د تشخیص دستګاه فعاله شوې ده. بادغیس ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې پرته درې نورې دستګاوې دا مهال د قلعهنو مرکزي روغتون او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې فعالې دي. دغه دستګاه د یواېنډيپي په مالي لګښت په ۲۲ زره امریکايي ډالرو فعاله شوې ده. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د یادې دستګاه په فعالېدو سره به د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص او درملنې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي. بادغیس کې داسې مهال د توبرکلوز د تشخیص دستګاه فعالېږي چې د هېواد لروپرتو سیمو او ولایتونو کې خلک د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.