د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ مسوولین ددې ولسوالۍ په کفشان دره کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي. د پروان د شینوارو ولسوالۍ اړوند کفشان درې د روغتیايي مرکز مسوول وايي په دغه سیمه کې پر یوې ناپېژانده ناروغۍ اووه سوه تنه اخته شوي چې له دې ډلې دوه تنو ژوند بایللی دی. دا ناپېژانده ناروغۍ چې تازه خپره شوې، د زیاتېدو په حال کې ده او یوازې په تېرو څلیروېشت ساعتونو کې دوه سوه تنه نور پرې اخته شوي دي. تر دې وړاندې د پروان سیمهییزو مسوولینو پر دې ناروغۍ د پنځه سوه تنو له اخته کېدو خبر ورکړی و چې په دې ډله کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي. د بدن کمزوري، د عضلاتو شدید درد، نس ناستې او شدیده تبه ددې ناروغۍ نښې بلل کېږي. دا ناپېژانده ناروغي له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پروان شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې خپره شوې چې ددې درې او څېرمه ولایتونو خلک ددې ناپېژاندې ناروغۍ خپرېدا له امله اندېښمن دي.