د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. تاجکستان کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې مسعود پزشکیان او امام علي رحمان د افغانستان موضوع د تهران او دوشنبه ګډه مسله یاده کړې او د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې یې د دواړو هېوادونو (ایران او تاجکستان) پر همکارۍ ټینګار کړی دی.