د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ډبرو په صادراتو کې څه د پاسه ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی. د دې خونې د مسوولینو د معلوماتو لهمخې، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۵۲۹ زره ټنو ډېر د ډبرو سکاره چین، هند، پاکستان، ترکیې، ایران، او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ راولاړې شوې ستونزې، د نړۍوال بازار پر تله د ډبرو سکرو د بیې لوړوالی او د صادروونکو پر وړاندې د تعرفې زیاتوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې د کمښت اصلي لاملونه ګڼي. د ډبرو سکاره د افغانستان یو له ارزښتمنو معدني سرچینو شمېرل کېږي او د سرپرست حکومت د مسوولینو په وینا، د هېواد د عوایدو یوه برخه جوړوي.