د هند په بېهار ایالت کې د جیوت پتریکا د مذهبي مراسمو پر مهال د ۳۷ ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د بېهار په ۱۵ ولسوالیو کې د خلکو د ډوبېدو پېښې راپور شوې دي. په مړو شویو کسانو کې اوه تنه ښځې هم شاملې دي. په بېهار کې د جیوت پټریکا مراسم د مېندو لهخوا د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره نمانځل کېږي. دغه مراسم په اترپردېش او جهارکنډ او همدارنګه په نیپال کې هم نمانځل کېږي. د هندي رسنیو د راپور له مخې د اورنګ اباد، ګوپالجنګ، سمستي پور، روهټاس، پټنا او ویشالي په ګډون د بېهار په ۱۵ ولسوالیو کې د ډوبېدو پېښې رامنځ ته شوې، چې له دې وروسته د ۴۶ کسانو جسدونه راویستل شوي او ۳ کسه لا هم تري تم دي.