د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت نهه ښوونځي جوړیږي. د مسوولینو په خبره د دغو ښوونځيو د جوړولو چارې به تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په ورته مهال د هلمند یو شمېر اوسېدونکي او زده کوونکي د دغه ښوونځيو ودانیو جوړېدو ته خوشحاله دي، خو د ښوونکو او درسي موادو کمښت ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي وو، چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به په مرکز لښکرګاه او ځینې ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو سربېره به، هغه ۲۰ نور ښوونځي هم له سره ورغوي، چې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي دي.