د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د اسلامي پراختیایي بانک په مالي مرسته د دغه ولایت په ارګون او یوسف خیلو ولسوالیو کې د څه باندې ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۷ شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د مسوولینو په خبره په دغو شبکو کې د اوو څاګانو کیندل، د پاکو اوبو اوو ذخیرو جوړول، د پایپ غځول، د شیردهنونو او سولر تختو نښلول شامل دي. د یادو شبکو په بشپړیدو سره د یادو ولسوالیو ۲۰۱۱ کورنیو د څښاک پاکو اوبو لاسرسی پيدا کړ.