د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، له روسیې سره د سرپرست حکومت اړیکي د امریکا په پرتله په ښه کچه کې دي او د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده. سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی کهچېرې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړي، نو له سخت ځواب سره به مخ شي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې خبره هم کړې دي. امیر خان متقي دغهراز زیاتوي چې، ناټو او د هغې همکارانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې جنګي جنایات ترسره کړي، چې د دغو جنایتونو جبرانول شوني نه دي. هغه ټینګار کړی چې دغه هېوادونه باید د شل کلنې جګړې قربانیانو ته غرامت ورکړي.