د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرو کې په سیمه د پراخې جګړې د پیل خبر ورکړی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر له قوله خبر ورکړی، چې د لبنان د حزب الله مشر وژل کېدل به په سیمه کې د جګړې اور نور هم پراخ کړي. بایډن نتنیاهو سره په خبرو کې له نوموړي غوښتي، چې له حزب الله سره په جګړه کې له زغم کار واخلي. ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د اسراییلو اشغالګر رژیم لبنان کې د نسل وژنې سیاست پر مخ بیايي او له اسراییلو یې غوښتي چې د نسل وژنې سیاست له پراخېدو لاس په سر شي.