د دایکندي د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز نیلي په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځيو د بیا رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې ریاست د انجنیرۍ مدیر انجنیر علي خان ویلي، چې د مرکز نیلي په ګډون په شهرستان، اشترلي، میرامور، پاتو، سنګتخت و بندر، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي، چې د یو شمېر ښوونځیو د بیارغولو عملي چارې پیل شوې دي.