د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي ولسمشر به په دغه سفر کې د وروستیو سیلابونو له امله له ځپل شوو کورنیو سره ګوري او غمشریکي به ورسره کوي. د وږي میاشتې په پنځمه په پروان کې خونړي سیلابونه راووتل چې د شمېرو له مخې تر ۱۴۰ پورې کسان یې ووژل. ځینې سرچینې بیا د تلفاتو شمېره تر دې هم لوړه بولي. بلخوا خلک پر حکومت نیوکه کوي چې پر وخت یې مرستې نه دي ورسره کړې او ان د یوې اونۍ په تېرېدو لا هم د جسدونو د رایستلو عملیات نه دي بشپړ شوي.