د غزني ولایتي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو د اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې. د اوبو رسولو دغه شبکه د مرکز غزني ښار اړوند «د سلطان محمود غزنوي روضه» کلي کې جوړه شوې. د داکار موسسې مرکزي زون مسوول صلاالدین صافي ویلي، چې د یادې شبکې د جوړېدو لګښت ډاکار موسسې ورکړی او په وینا یې، څلور میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. هغه زیاته کړه چې د اوبو رسولو دې شبکې څخه به ۹۰۰ کورنۍ ګټه واخلي. دغه شبکه په لمریزې برېښنا هم سمبال ده.