د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې تر سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۲ ته ورسېد. د نیپال پولیسو ویلي چې تر اوسه ۱۲ تنه لا هم تري تم دي. د تېرې جمعې له ناوخته په دغه هېواد کې سخت بارانونه روان دي چې د اټکل له مخې نن به هم دوام کوي. د نیپال د پولیسو ویاند بیشو ادهیکاري ویلي، تراوسه یو زر او ۵۳ کسان ټپیان شوي دي. د ادهیکاري په وینا، په ټول هېواد کې د پولیسو پرسونل اته امر شوی چې د ژغورنې په چارو کې برخه واخلي.