د فراه ولایت ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه د هرات – کندهار پر لویه لار د فراهرود ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده. د سرچینو په خبره، پېښه د «ویګو» ډوله او ټیلري موټر د ټکر له امله شوې ده. سرچینو زیاته کړې چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي. په فراه کې ځايي چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي. دا د تېرو دوو اوونیو په لړ کې د هرات – کندهار پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې نږدې ۲۰ کسانو ژوند بایللی دی.