د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۹مې سرمشریزه کې، د چین، سعودي عربستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټينګار کړی دی. په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې د افغانستان مسئله د سیمې له سولې او امنیت سره تړلې ده او باید له دغه هېواد سره د ځواب ویونکي حکومت د جوړېدو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د خلکو د ژوند د ښه کېدو او اقتصادي بیا رغونې په برخو کې مرسته وشي. پر دې سربېره، د سعودي عربستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په تړاو د خپلو ژمنو پر دوام ټینګار کړی دی. په دې غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره هم وایي چې، هېواد یې د نړۍوالې سولې ساتنې ته ژمن دی. هغې دغهراز په افغانستان کې زدهکړو ته پر لاسرسي، پانګونې او د ښځو پر پياوړتیا ټينګار وکړ.