د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د حزبالله ډلې د مشر د وژنې پر ضد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي. له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني پولیس او ۱۰ تنه لاریون کوونکي ژوبل شوي. اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزبالله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه. حزبالله چې سیاسي ګوند هم دی د لبنان په پارلمان کې استازي لري. د پاکستان په کراچۍ کې د یکشنبې په ورځ د مجلس وحدت مسلمین او د شیعهګانو د یو شمېر ډلو لهخوا د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون خلکو لاریونونه وکړل. لاریون وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې خلکو هڅه کوله د امریکا د کونسلګرۍ مخ ته ورشي، خو پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې مخه ونیوله.