د نیمروز امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲۳ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی. د نیمروز د زرنج- دلارام لویې لارې امنیتي مسوول محمد حکمت ویلي چې د تېرې یوې اونۍ په لړکې د ۴ بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه ټپیان او ۲۱ تنه نور مړه شوي دي. د نوموړي په وینا د یادو ترافیکي پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونوته لېږدول شوي دي. د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.