د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل شوې. د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجینیر مزمل نعیمزی وايي چې یادې سیالي د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړې شوي دي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي. نعیمزی زیاتوي چې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باستان غازي امينالله خان او اتحاد جوانان برکى برک لوبډلو ترمنځ وشوه چى لوبه د باستان غازي امينالله خان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه فوټبال لوبي ته وده ورکول او د ورزش کارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.