په غزني کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې کې له تېرو ۳ ورځو راهیسې د شونډو او تالو چاود ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر پیل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیايي ډلې لهخوا کېږي، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول پرې شونډې او تالو ماشومان عملیات کړي. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې دغه عملیاتونه په خصوصي سکټور کې له لس تر اتیا زره افغانۍ لګښت لري، خو په غزني کې د یادې روغتیایي ډلې لخوا په وړیا توګه ترسره کیږي.