د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس ويلي، چې د دغه ولایت له پولو څخه افغانستان ته د ټرانزیټ کچه ۸ برابره لوړه شوې ده. محمد کوهګرد پرون له ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره کانټینرونه، چې له څلور نیم زره ټنو ډېر وزن لري؛ د ماهیرود له پولې افغانستان ته لېږدول شوي دي. محمد کوهګرد زیاته کړې، چې دا شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله اته برابره ډېروالی ښیي.