اسراییلو د لبنان پر خاوره ځمکني بریدونه پيل کړل. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دا بریدونه د لبنان پلازمېنې بېروت سویل ته د حزب الله ډلې په مرکزونو پیل شوي دي. د اسراییل پوځي چارواکو ویلي، دغه عملیات یې د اسراییلو سرحد ته څېرمه د لبنان سویل کې د کره اطلاعاتو پر اساس پیل کړي دي. ویل کېږي دغو عملیاتو کې هوایي او توپچي ځواکونه هم د ځمکنیو ځواکونو ملتیا کوي. په ورته مهال د بلجیم د لومړي وزیر مرستیاله پر لبنان د اسراییلو ځمکني بریدونه له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي او د هر اړخیزې جګړې د پیل خبرداری یې ورکړی دی. بلخوا د سوریې دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې د دې هېواد په پلازمېنه دمشق د اسراییلو په هوایي برید کې درې ملکیان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.