د ننګرهار په کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ کې د یوې کېښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پرون مازدیګر د ننګرهار ولایت کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ اړوند کاشکوټونو او سربند سیمه کې د تېز باد له امله سیند کې یوه کېښتۍ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۱۷ تنه سپاره وو، چپه شوې او له امله یې ۸ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ژغورل شوي دي. په دې پېښه کې يو سوزکی ډوله موټر هم اوبو کې ډوب شوی دی.