کندوز کې یو شمېر کرونګر وايي طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو دغه ولایت کې د پنبې حاصلات زیانمن کړي دي. د دوی په خبره سږکال د پنبې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله کم شوي چې له امله یې کروندګر زیانمن شوي هم دي. یو شمېر کروندګر هم وايي، سږکال یې د پنبې حاصلات کم شوي او نشې کولای خپل لګښتونه پوره کړي. دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي. له دې سره هممهاله د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین مني، چې دغه ولایت کې سږکال د پنبې حاصلات کم شوي او ټینګار کوي چې د کروندګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به دوی ته کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه ووېشي. د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پربنسټ تېر کال په دغه ولایت کې پر ۴۰۹۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې لس زره او ۳۳ ټُنه پنبه ترې ترلاسه شوې؛ خو سږکال دغه شمېر دېرش سلنه کم شوی دی.