د نورستان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړــ نورستان د لویې لارې د رغولو چارې پیل شوې دي. چارواکي وایي، چې د کونړ- نورستان لویه لار د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ کیلو متره په اوږدوالي او ۹ متره سور په درلودلو سره په اساسي ډول رغول کېږي، چې چارې یې پرون د یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پيل شوې. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.