د سمنګانو ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٨ کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د سمنګانو په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو په پېښه کې ٣ مړه او ١٥ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي د موټر د چپه کېدو علت د موټر تخنیکي ستونزې او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې ټپیان د دره صوف ٣٠ بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.