په خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د هغو ځوانانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی چې د جرګې د تنظیم پر مهال پرې د پاکستاني پولیسو له لوري ډزې پرې شوي او اوښکې بهوونکي ګاز پرې کارول شوي دي. د دغه غورځنګ مشر، منظور پښتین هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پولیسو یې د ملګرو وسایل هم له ځان سره وړي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ په پام کې لري چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه په خیبر سیمه کې د پاکستان حکومت د چلند پر وړاندې “قامي محکمه یا جرګه” جوړه کړي.