د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دغه وزارت ځانګړی استازی ټام وېسټ د افغانستان د استازولۍ له دندې ګوښه او نوموړی د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د هماهنګۍ د برخې مشر ټاکل شوی دی. په افغانستان کې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو. د افغانستان په تړاو په وروستیو غونډو کې د ټام وېسټ نه ګډون د هغه د دندې په تړاو ګونګوسې پورته کړې وې.