د عامې روغتیا وزارت وایي چې کابل کې موسمي ناروغي زیاته شوې ده. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې نږدې دوه میلیونه ناروغان چې په تنفسي ناروغیو اخته وو، له دوی سره ثبت شوي دي. د ډاکټرانو په وینا، تر ډېره ماشومان پر دغو ناروغیو اخته شوي دي. له دې سره هممهاله، یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، چې ناروغان یې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي. د هوا ککړتیا، د واټونو پرغاړه پلورل کېدونکي خواړه او روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه، پر بېلابېلو ناروغیو د هېوادوالو د اخته کېدو له لاملونو ګڼل کېږي.