ایراني چارواکو ویلي چې ددغه هیواد د کرمان په ولایت کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې لږ ترلږه ۱۴ افغان کډوال مړه شوي دي. د ایران د کرمان د ایالت د جیرفت ولسوال احمد بلندنظر ویلي چې دا سیلابونه د ” هلیل” له سیند څخه راوتلي چې د دغه ولایت په ځینو برخو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه رسولي دي. ایراني رسنیو د بلند نظر له قوله ویلي چې د دغو سیلابونو په پایله کې ۱۴ تنه افغان کډوال او یو ایرانی اوسیدونکی مړه شوي دي. د ایران د کرمان د ایالت د جیرفت ولسوال د معلوماتو له مخې د ژغورنې ټیمونه په دې توانیدلي چې د ټولو مړه شویو جسدونه له اوبو راوباسي. ایراني چارواکو ویلي چې دغو افغان کډوالو په یو باغ کې په یو کور کې ژوند کاوه.