د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دامان ولسوالۍ په خوشاب سيمه کې د مېلکو په نوم د شید راټولولو مرکز د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد مرکز د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د مېلکو کمپنۍ د تازه شیدو د راټولولو مسوول ویلي چې دغه مرکز ته به ۷۰۰ تنه مالداران په ورځني ډول ۱۰ زره کیلو ګرامه شیدې د پروسس په موخه راوړي. د یاد مرکز په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د پانګونې ښه زمنیه برابره شوې او ملي سوداګر په ډاډه زړه پانګونېکوي.