د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرکندونو کې ویلي، چې پر اسراییل د ایران برید د فلسطینیانو درد نه کموي. بلخوا د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته به اجازه ور نهکړي چې خاورې ته یې ور دننه شي. هغه وایي پر ګوټرېش یې ځکه دغه بندیز لګولی چې نوموړي په غوڅ ډول پر اسراییلو د ایران او د اکټوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس برید نهدی غندلی او نه یې هم د حماس، حزبالله او حوثیانو د اقداماتو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.