د لوګر ولایت د پاسپورټ آمریت مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۳ کال په تېرو ۶ میاشتو کې یې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره په دغه ولایت کې په یاده موده کې نږدې ۱۴ زره پاسپورټونه وېشل شوي د او له درکه راټول شوي عواید یې د دولت خزانې ته سپارلي دي. مسوولین وایي، اوس مهال په دغه ولایت کې د پاسپورټونو آنلاین نوم لیکنه عادي روانه ده او هرڅوک کولای شي چې په کمه موده کې پاسپورټ ترلاسه کړي. د یادولو وړ ده، چې تېر کال د لوګر پاسپورټ آمریت څه باندې سل میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.