د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې پورې یې د ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۴۷۲ زره ستنیدونکو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي. دغه سازمان پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ددې سربیره یې په زرګونو په کوردننه بې ځایه شویو کسانو او زیانمنو شویو ته هم د افغانستان په ځینو برخو کې روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي. ددغه سازمان د معلوماتو پراساس له دې ډلې ۱۳ زره او ۹۱۶ امیدوارو ښځو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي او دغه راز ۱۷۹۷۹ ماشومان د ځوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې ۷۰۶۳۰ ستنیدونکو او کورنیو بې ځایه شویو کسانو ته یې روغتیايي مشورې ورکړي او ۱۴۱ زره او ۵۲۶ تنو نورو ته یې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره واکسین تطبیق کړي دي.