د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال کندهار ته په سفر کې د تازه شیدو ټولولو یوه مرکز د پرانیستې پر مهال ویلي، د څارويو لرونکو د ملاتړ په موخه د وچو شیدو پر وارداتو دېرش سلنه تعرفه لوړه شوې. کندهار کې یو شمېر څاروي لرونکي اندېښمن دي، دوی وايي، که د وچو شیدو واردات بند نشي، نو دغه ولایت کې به د مالدارۍ سکټور زیان وویني. د کندهار د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکي، چې په کروندګرۍ، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي، د ژوند لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.