په کابل کې د مرکزي سیلو مسوولین وایي، چې د دې سیلو د یو شمېر برخو د بیارغونې کار پيل شوی، چې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري. دوی زیاتوي، چې په تېرو وختونو کې د مرکزي سیلو ژرندې په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ ټنه غنمو د اوړه کولو ظرفیت درلود، خو اوس د نوي ماشین په نصبولو او د هغې به ترمیم سره به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ ټنه غنم اوړه کړي. د دوی په وینا د مرکزي سیلو د بیارغونې چارې به تر راوانو نږدې دوو میاشتو بشپړې شي. بلخوا د مرکزي سیلو مرستیال د ډوډۍ د تولید د ځایدو خبره کوي، او وايي، چې مرکزي سیلو په ورځ کې درې ټنه ډوډۍ، چې درې زره کیلو ګرامه ډوډۍ کېږي تولیدوي.