د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې په نورستان او د افغانستان په اووه نورو ولایتونو کې پر ۱۵۰۰ ښځو د مچیو د روزنې د بستو د وېش خبر ورکړی. دغې ادارې په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی ویلي، دا مرستې د “کلیوالي معیشت د پیاوړتیا او خوراکي خوندیتوب” د پروګرام برخه ده. د یادې ادارې په وینا، هغو مېرمنو چې د مچیو د روزنې د وسایلو بستې ترلاسه کړي، د خپلو کورنیو مسوولیت ور ترغاړې دی. په دغو بستو یا کڅوړو کې د مچیو روزنې تجهیزات او د خوندیتوب وسایل شامل وو. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې ښځې د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره لږ فرصتونه لري.