د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې بهر ته د غالیو د صادراتو کچه لوړه کړي. د دغه وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په خبره، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې اته میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ازبکستان ته صادرې شوې دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د هنر او صنایعو د کمېسیون مشر وايي، له افغانستانه د غالیو قاچاق د ایراني لاسي غالیو د پلور بازار نیولی دی. خو يو شمېر پلورونکي وايي، بهر ته د غاليو صادرات کم شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هېواد کې د غالۍ اوبدلو سکتور د ودې لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت ددغه سکتور ملاتړ وکړي. د افغاني غالیو ټولنې تل د غالیو د صنعت په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې پر ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې شته ستونزې هوارې شي او هوايي دهلیزونه هم فعال شي، نو بیلابیلو هېوادونو ته به د افغاني غالیو صادرات د پخوا په پرتله زیات شي.