د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې ورځ ټولو ښوونکو او استادانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغوی خدمتونه ستایي. حامد کرزي ویلي، چې په افغانستان کې ښوونکو تل له پراخو ستونزو سره سره، په ډېرو کمو امکاناتو د زدهکوونکو په ښوونه او روزنه کې زیار ګاللی او په پوره ریښتینولۍ سره یې خپله دنده پر مخ بېولې ده. ښاغلي کرزي یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.