د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، د کابل- جلال اباد پر لویه لار یې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه شپږ مخابراتي سایټونه فعال کړي دي. د اترا ادارې ویاند وایي، په ټوله کې د هېواد لویو لارو ته ۲۴ مخابراتي سایټونه ځانګړي شوي چې د ۱۸ نورو سایټونو د جوړولو چارې هم روانې دي. د کابل – جلال اباد پر لویې لارې موټر چلونکي او مسافر وايي، تر دې مخکې پر دغه لار د مخابراتي خدمتونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او دمګړۍ دغه ستونزې تر ډېره حل شوې دي. هېوادوالو تل د انټرنیټ پر لوړې بیې او ټیټ کیفیت نیوکه کړې او په لرې پرتو سېمو کې ډیری هېوادوال له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي. تر دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي و چې هڅه کوي د هېواد لرې پرتو سیمو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پراخ کړي.