د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه به ډېر ژر د افغانستان د سرپرست حکومت نوم د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه وباسي. کابلوف ویلي، دا پرېکړه په لوړه کچه نېول شوې او ژر به له ممنوعه سازمانونو د سرپرست حکومت نوم ووځي. د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیرکابلوف ویلي، تر اوسه د دې پرېکړې قانوني مراحل پاتې دي، چې په بشپړېدو سره به یې سرپرست حکومت رسما د روسیې ممنوعه سازمانونو له لېست څخه و ایستل شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې قزاقستان او قرغزستان هم د ممنوعه سازمانونو له نوملړ د اسلامي امارت نوم وویست.