د هایتي په مرکزي ښارګوټي کې د ګرانګریف ډلې وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه شوي او ۳۰۰۰ نور خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونوعالي کمېشنرۍ ویلي چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د پورټاوپرنس شمال لوېدیځ ته په ۱۰۰کیلومترۍ کې، په پونټسونډ کې شوی دی. د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، په برید کې ۱۶ کسان ټپیان شوي هم دي. یادې ډلې ۴۵ کورونه او ۳۴ موټرونه هم سوځولې دي. تراوسه د دغه برید لامل نهدی معلوم، خو یاده سیمه کې ډېری بریدونه د ګرانګرېف بانډ له لوري کېږي. د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، روان کال دغه هېواد کې د وسلهوالو «بانډونو» ترمنځ نښتو کې ۳۶۶۱ کسان وژل شوي دي.