د بهرنيو چارو سرپرست وزير د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرگي لاوروف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه ييزو چارو يې ورسره خبرې کړي. سرپرست وزیر د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ په سياسي او اقتصادي برخو کې د پرمختگونو يادونه کړې او هيله يې څرگنده کړې، چې د روسيې فدراسيون سره د افغانستان د سرپرست حکومت د ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه شي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير همدا راز له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د روسيې شرکتونه لېواله دي، چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي. لاوروف د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو زېرمو پر ازادلو ټینګار کړی، زیاته کړې یې ده، چې افغانستان سره تعامل باید له نورو چارو سره ونه تړل شي. د سرګي لاوروف په باور، افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لرلای شي.