د اوبو او برېښنا وزارت په غور ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د تنګي دهن منارې دغه پروژه د ولسوالۍ مسوولینو، د دغه سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د خبرپانې د مالوماتو له مخې دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه، د غور سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۳ میلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري بشپړه شوې ده.