د لوګر د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د دغه ولایت له شاوخوا ۴۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې. د یاد ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست ویاند صبغتالله نائبخېل وویل، دغه مرسته په څرخ ولسوالي کې پر بېوزله کورنیو وېشل شوې. د دغه ولایت بېوزله او اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر بېوزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول. تېره میاشت هم د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې په سلګونه بې وزله او اړو کورنیو ورته د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي دي.