پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور د دغه هېواد د تېرې ورځې لاریونونو پر مهال نیول شوی دی. په پاکستان کې د مخکیني لومړي وزیر، عمران خان ګوند، تحریک انصاف غړي تېره ورځ پلازمېنه، اسلام اباد او یو شمېر نورو ښارونو کې واټونو ته وتلي او د خپل مشر د خوشې کېدو غوښتنه کوي. دغه لاریونونه چې د عمران خان په وېنا روان دي، یو شمېر ځایونو کې په نښتو اوښتي چې ګڼ کسان پکې د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي.