د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، د قزاقستان د اسلامي همکاریو سازمان د خوړو خوندیتوب له استازي سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د سرې میاشتې رییس د دغه سازمان له مخکینو همکاریو او مرستو مننه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د ژمي موسم په را رسېدو سره دې د بې وزلو افغانانو لاسنیوی وکړي. دې کتنه د قزاقستان د خوړو خوندیتوب استازي هم دا ژمنه تازه کړې، چې د بې وزلو افغانانو لاسنیوي ته به دوام ورکړي.