پاکستان کې د عمران خان په پلوۍ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي. د پاکستان د کورنیو چاو وزیر، محسن نقوي ویلي، په دغو لاریونونو کې اتیا پولیس ټپیان شوي دي. دغه لاریونونه چې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور له لوري رهبري کېږي، په ګڼو سیمو کې یې له پولیسو سره نښتې کړې دي. دغه لاریونونه چې پلازمېنې اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې روان دي، د کابو کولو لپاره یې پوځ ته هم لارښوونه شوې ده. په دغو لاریونونو کې د تاوتریخوالي له امله سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي هم دي. د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان دغه لاریونونه د خپل مشر او مخکیني لومړي وزیر، عمران خان د راخوشې کېدو په موخه کوي.