د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره ورځ د غزې په جګړه کې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل. د فرانسې ولسمشر دې پرېکړې د اسراییلو د لومړي وزیر غصه راپارولې. بنیامین نتنیاهو د فرانسې ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، د جګړې پر مهال اسراییلو ته د فرانسې د وسلو نه ورکولو پرېکړه به تر جګړې وروسته فرانسې ته د شرم وړ ټکی وي. فرانسې داسې مهال اسراییلو ته د وسلو نه ورکولو پرېکړه کړې، چې اسراییل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسي. د اسراییلو لومړي وزیر په دې هېواد د تېرې اونۍ د ایران توغندیز برید ته ځواب خپل حق ګڼلی او د سخت ګواز ورکولو ګواښ یې کړی، خو ایران بیا دې بریدونو ته وار دمخه د چمتووالی خبر ورکړی او ویلي یي دي، چې که اسراییل کوم حرکت وکړي تر دې به دردوونکی ځواب ورکړي.