د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، نندارتونونه د محصولاتو خرڅلاو او ګډې بازارموندنې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کوي. د نوموړي ویلي، د امام ابوحنیفه په دې نندارتون کې، چې یوه اونۍ به دوام ولري، د کورنيو او بهرنیو شرکتونو محصولات په ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د ويلو ده، چې د امام ابوحنیفه درېيم نړويوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د سرپرست حکومت چارواکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو، سفیرانو، د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو، سوداګرو او پانګه والو ګډون کړی وو.