ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ افغان وګړو ژوند بایللی او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي. د ۹ تنو جسدونه چې، د فاریاب ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو، هېواد ته رالېږدولي او په خپله سیمه کې خاورې ته سپارل شوي دي. د قربانیانو خپلوان وايي چې، هغوی د کار کولو په هوډ ایران ته تللي وو چې، په دغې پېښه کې یې ژوند بایلود. د دې پېښې د قربانیانو خپلوان له مسوولانو او مرستندویه ادارو غواړي چې، ځوانانو ته په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو سره بهرنیو هېوادونو ته د دوی د اولادونو د ناقانونه تګ مخنیوی وکړي. ویل کېږي دغه کسان چې، شمېر ۲۵ تنو ته رسېده په یوه بار وړونکي موټر کې ایران ته تلل چې، د شپې مهال یې موټر په سیستان بلوچستان کې ټکر کړی او له امله یې ۹ تنه مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې، د دې پېښې ټپیان د ایران روغتونونو ته لېږدول شوي دي.